پوسټ کوډ ۲۵۶۶۹۱
نیټه خپرول:
سه شنبه ۲۸ مرغومی ۱۴۰۰
۰۹:۵۷
- 0 څرګندونه
- چاپ
چین د ژمني المپیک لوبو عامو نندارچیانو ته د ټکټ پلورل لغوه کړي

چین د ژمني المپیک لوبو عامو نندارچیانو ته د ټکټ پلورل لغوه کړي
د ۲۰۲۲ کال ژمنۍ المپیکې لوبې د فبرورۍ په څلورمه پیلېږي او د نندارې لپاره به یې یوازې یوې ځانګړې ټاکل شوې ډلې ته اجازه ورکړل شي.
د دغو لوبو تنظیموونکو پرون دوشنبه ویلي، دا نندارچیان او دغه راز لوبغاړي موظف شوي چې د کرونا د مخنیوي ځانګړي تدابیر مراعات کړي.
چین ځان خپلې هغې تګلارې ته ژمن بولي چې له مخې یې غواړي کرونا صفر کړي، خو دغلته د اومېکرون بڼې څو پېښو د دې تګلارې په اړه هم شکونه پیدا کړي.
چین کې د جنورۍ په ۱۵مه د کرونا د اومېکرون بڼې لومړنۍ پېښه ثبت شوه.