پوسټ کوډ ۲۵۶۶۰۷
نیټه خپرول: يکشنبه ۲۶ مرغومی ۱۴۰۰ ۱۵:۵۹

غزني کې د سکي سیالۍ پای ته ورسیدې

په غزني ولایت کې د سکي سیالیو لومړی دور پای ته ورسېد.

د المپیک د ملي کمېټې د مطبوعاتو غړي مجیب قاري زاده نن یکشنبه (د مرغومي ۲۶مه) ته وویل، دا سیالۍ چې پرون ناوخته پای ته ورسېدې، د سکي ۱۲ لوبغاړو په کې ګډون کړی وو.

ښاغلی قاري زاده وايي، په دې سیالیو کې ځوانانو او تنکیو ځوانانو ګډون کړی وو.

نوموړي زیاته کړه چې د ځوانانو په کټګورۍ کې محمد یاسر عزیزي لومړی، سیرت غزنوي دوهم او ناصر اصغري درېیم مقامونه ترلاسه کړل.

د تنکیو ځوانانو په کټګوري کې منصور عزیزي اول، ساحل اصفي دوهم او ادریس عزیزي درېیم مقامونه وګټل.

دا سیالۍ چې یوه ورځ یې دوام وکړ، د جوړولو هدف یې د سکي لوبې وده ښودل شوې ده.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement