پوسټ کوډ ۲۵۶۵۶۳
نیټه خپرول:
يکشنبه ۲۶ مرغومی ۱۴۰۰
۱۰:۱۱
- 0 څرګندونه
- چاپ
قزاقستان: په وروستیو اعتراضونو کې ۲۲۵ تنه وژل شوي

د قزاقستان حکومت وايي چې د دغه هېواد په وروستیو اعتراضونو کې ۲۲۵ تنه وژل شوي چې د هغو په منځ کې ۱۹ امنیتي ځواکونه دي.
د قزاقستان وروستي اعتراضونه د روسیې د پوځي ځواکونو په مرسته وځپل شول او د قزاقستان حکومت ادعا وکړه چې دا اعتراضونه په بهر پورې د تړلیو وسله والو ډلو له لوري د تاوتریخوالي سبب شول.
په قزاقستان کې د ګازو د بیې د دوه برابره کېدو په اعتراض کې سوله ییزې مظاهرې پیل شوې خو ډېر ژر تاوتریخوالی په کې رامنځته شو.
د قزاقستان حکومت په دغو اعتراضونو کې وژل شوي مظاهره چیان ترهګر بللي دي.