پوسټ کوډ ۲۵۶۴۴۵
نیټه خپرول:
پنج شنبه ۲۳ مرغومی ۱۴۰۰
۱۱:۵۵
- 0 څرګندونه
- چاپ
امریکا له ګوانتنامو زندانه ۵ تنه خوشې کوي

د امریکا د متحد ایالاتونو حکومت د ګوانتنامو له زندانه د پنځه تنه زندانیانو د خوشې کولو پرېکړه وکړه.
فرانس پرېس اژانس د امریکا د دفاع وزارت په وینا خبر ورکړ چې په دې کسانو کې درې د یمن دي، یو د سومالیا او بل د کینیا دی.
ګوانتنامو زندان د امریکا پر متحد ایالاتونو د دوه زره لومړي کال د سېپټمبر د ۱۱مې نېټې تر ترورستي بریدونو وروسته تاسیس شو.
د امریکا دفاع وزارت وایي، دا کوم پنځه تنه چې د خوشې کېدو امر یې شوی دی، ښایي د خوشې کېدو چارې یې د پخوانیو خوشې شوېو زندانیانو په څېر لږ ځنډنۍ شي ځکه چې متحد ایالاتونه غواړي چې کوم هېواد دا کسان ومني او هغوی ته یې بیا ور وسپاري.