پوسټ کوډ ۲۵۶۴۰۴
نیټه خپرول:
چهارشنبه ۲۲ مرغومی ۱۴۰۰
۱۵:۰۰
- 0 څرګندونه
- چاپ
د اتیلا د فوټسال لوبډله د سمنګان د سولې او همدلۍ جام ګټونکې شوه

د اتیلا د فوټسال لوبډله د سمنګان د سولې او همدلۍ جام ګټونکې شوه.
د فوټسال دا سیالۍ چې یوه میاشت مخکې د ۱۶ لوبډلو په ګډون پیل شوې وې، په پایلوبه کې یې اتیلا او لرغان لوبډلې سره مخامخ شوې چې اتیلا ۴-۰ لرغان لوبډلې ته ماته ورکړه او د اتلولۍ جام یې خپل کړ.
په سمنګانو کې د فوټسال سیالۍ چې د دې ولایت د فوټسال امریت په هڅو پیل شوې وې، د امریت مسولان یې د جوړولو هدف د ځوانانو ترمنځ د سولې او یووالي روحیې پیاوړي کول بولي.