پوسټ کوډ ۲۵۶۳۸۱
نیټه خپرول: چهارشنبه ۲۲ مرغومی ۱۴۰۰ ۱۱:۰۰

پاکستاني طالبان: د خالد بلتې د وژل کېدو په اړه تحقیقات کوو

پاکستاني طالبان وايي چې د دې ډلې د پخواني ویاند مفتي خالد بلتې د وژل کېدو په اړه تحقیقات کوي.

بلتي مخکې د پاکستاني طالبانو د تحریک TTP د مهمو مشرانو له ډلې و.

TTP په یوه بیان کې ویلي، دوی د محمدعلي بلتي چې بل نوم یې مفتي خالد بالتي و، د وژل کېدو د ادعاوو په اړه تحقیقات پیل کړي.

په بیان کې د پاکستان د استخباراتي چارواکو هغه ادعا هم رد شوې چې ويلي یې و، بلتي د پاکستاني طالبانو د ډلې اوسنی ویاند محمد خراساني دی.

مفتي خالد بلتي نژدې درې کاله مخکې د افغانستان د پخواني حکومت له خوا نیول شوی او په کابل کې بندي و، خو په اګسټ میاشت کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته نوموړی خوش شو او ویل شوي چې له هغه وخته راهیسې په ننګرهار ولایت کې استوګن و.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement