پوسټ کوډ ۲۵۶۳۵۰
نیټه خپرول:
سه شنبه ۲۱ مرغومی ۱۴۰۰
۱۵:۳۱
- 0 څرګندونه
- چاپ
حامد کرزي توماس وېسټ سره د مرستو پر دوام ټیلیفوني خبرې کړي

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالاتو له ځانګړي استازي توماس وېسټ سره له افغانستان سره د مرستو پر دوام ټیلیفوني خبرې وکړې.
د ښاغلي کرزي مطبوعاتي دفتر نن سې شنبه (د مرغومي ۲۱مه) په یوه اعلامیه کې ویلي، په دغو ټیلیفوني خبرو کې له افغانانو سره د بشر دوستانه مرستو لپاره د اسانتیا پر برابرولو، له ښوونکو، استادانو او روغتیايي کار کوونکو سره د مرستې په باب بحث وشو.
د اعلامیې له مخې دواړو لوریو په افغانستان کې د پوهنې د ودې، په ځانګړي د نجونو لپاره د تعلیم د زمینې د برابرولو په باب هر اړخیزې خبرې وکړې.
نن ۱۱۶مه ورځ ده چې طالبانو په افغانستان کې نجونو ته تر شپږم ټولګي پورته د نور تعلیم اجازه نه ده ورکړې.