پوسټ کوډ ۲۵۶۲۳۹
نیټه خپرول: دوشنبه ۲۰ مرغومی ۱۴۰۰ ۱۰:۳۰

د نیویارک په برونکس ښار کې اور لګېدنه؛ د ۹ ماشومانو په ګډون ۱۹ کسان وژل شوي

د امریکا د متحدو ایالاتونو چارواکي وايي د ۹ ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۹ کسان هغه وخت مړه شول چې د نیویارک ښار به برونکس ښار کې یوې لویې ودانۍ اور واخیست.

د دغه ښار د اور وژنې ادارې ویلي چې پرون د دې ۱۹ منزله ودانۍ د اور مړه کولو لپاره ۲۰۰ اور وژونکي لاس په کار شول.

په دې اورلګېدنه کې ۶۳ کسان ټپیان شوي چې له ډلې یې ۳۲ کسان په روغتونونو کې بستر شوي دي.

چارواکي وايي، د اورلګېدنې د علت په اړه څېړنې کېږي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement