پوسټ کوډ ۲۵۶۰۶۷
نیټه خپرول: پنج شنبه ۱۶ مرغومی ۱۴۰۰ ۱۵:۴۵

طالبان: له هوایي ډګرونو الوتنې موقتي ځنډېدلي، خو درول شوي نه‌دي

طالبان وایي چې د ورښتونو له امله د افغانستان له هوایي ډګرونو الوتنې موقتي ځنډېدلې دي، خو توقف یې نه دی کړی.

د ملکي هوایي چلند د ادارې د الوتنو د خوندیتوب او سټنډرډ د برخې رییس غلام جیلاني وفا ازادي راډیو ته وویل چې دا موقتي ځنډ د سې شنې (د مرغومي ۱۴مه) او چهارشنبې (د مرغومي ۱۵مه) په ورځو کې راغلی دی.

وفا زیاته کړه: "د کابل له هوایي ډګره او د افغانستان له هېڅ هوایي ډګر څخه الوتنو د واورې په خاطر توقف نه دی کړی. د کابل له هوایي ډګره دوه ساعته د واورې له امله پروازونه تم شوي وو، کنسل شوي نه و، ځنډیدلي و."

مخکې داسې راپورونه خپاره شول چې د ورښتونو له امله الوتنې درېدلې دي.

د اګسټ له پنځلسمې را وروسته چې طالبانو کابل نیولی دی، بهرني متخصصان له افغانستانه وتلي دي، نو د کابل او ولایتونو له هوایي ډګرونو د شپې په مخه الوتنې ممکنه نه دي، په دې برخه کې د ښاغلي وفا په وینا له ترکیې او قطر سره انلاین غونډې روانې دي، څو موافقه ترلاسه شي.

ترکیې او قطر مخکې ژمنه کړې وه چې د افغانستان پنځه هوایي ډګرونه به فعاله کړي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement