پوسټ کوډ ۲۵۵۹۹۱
نیټه خپرول:
چهارشنبه ۱۵ مرغومی ۱۴۰۰
۱۴:۳۵
- 0 څرګندونه
- چاپ
'FAO': افغانستان په تېرو ۵ کلونو کې له ۳مې وچکالۍ سره مخ دی

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې د ادارې 'FAO'په وینا، افغانستان په تېرو پنځو کلونو کې له درېیمې وچکالۍ سره مخامخ دی.
دې ادارې په خپل ټویټر کې د افغانستان وچکالۍ ته ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده او لیکلي یې دي، که چېرته په خپل وخت د افغانستان د کرنې له سکتور سره مرستې ونه شي د افغانستان د اقتصاد یو اساسي بنسټ به ونړیږي.
تردې مخکې هم بېلابېلو مرستندویه موسسو په افغانستان کې د وچکالۍ خبرداری ورکړی و.
د اګسټ له نیمایي را وروسته چې طالبانو کابل نیولی دی، افغانستان له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ شوی دی.
د خوړو نړیوال سازمان تازه ویلي دي چې په کې شااوخوا څلور میلیونه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخامخ دي او بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.