پوسټ کوډ ۲۵۵۶۱۸
نیټه خپرول: پنج شنبه ۹ مرغومی ۱۴۰۰ ۱۲:۵۵

د سوداګرۍ خونه: د هرات سوداګرو ته د امنیت ډاډ ورکړل شوی

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د هرات ولایت سوداګرو ته ډاډ ورکړی چې امنیت به یې خوندي شي.

پانګونې_خوني مرستیال یونس مهمند نن پنجشنبه (د مرغومې په ۹مه) ته وویل، له امنیتي پلوه د سوداګرو له ګڼو شکایتونو وروسته، په هرات ولایت کې د طالبانو حکومت له لوړ پوړو امنیتي چارواکو سره ولیدل.

دا لیدنه چې نن پنجشنبه د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې خوني د پلاوي، هراتي سوداګرو او د هرات ولایت لپاره د طالبانو له امنیتي مسوولانو ترمنځ وشوه، په ترڅ کې یې د هرات امنیتي مسوولینو سوداګرو ته ډاډ ورکړ چې د سر او مال امنیت به یې خوندی کړي.

د ښاغلي مهمند په خبره په وروستیو میاشتو کې په هرات ولایت کې د اختطاف او پر سوداګرو وسله وال بریدونه ډېر شوي وو، نو له همدی امله په ورځنیو چارو کې سوداګر له پراخو ستونزو سره مخ شوي وو.

 

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement