پوسټ کوډ ۲۵۵۶۱۷
نیټه خپرول: پنج شنبه ۹ مرغومی ۱۴۰۰ ۱۲:۴۱

طالبانو له عربي اماراتو په مالي او تخنیکي برخه کې مرسته غوښتې

د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزارت له متحده عربي اماراتو غوښتي چې له افغانستان سره دې خپلو مالي او تخنیکي مرستو ته دوام ورکړي.

حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د متحده عربي اماراتو د هویت، ګمرکونو او سرحدونو د امنیت له وزیر علي محمد بن حماد الشامسي سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په اقتصادي، پوهنې، تخنیکي او کرنې په برخو کې د همکاریو پر لارو چارو خبرې وکړې.

د ښاغلی بلخي په خبره، ښاغلی متقي په دغه لېدنه کې له غوښتي چې له سره دې خپلو مرستو ته دوام ورکړي او دغه راز یې ترینه غوښتي چې له افغانستان سره دې د صادراتو د ډېرېدو په برخه کې همکاري وکړي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement