پوسټ کوډ ۲۵۵۶۰۹
نیټه خپرول: پنج شنبه ۹ مرغومی ۱۴۰۰ ۱۰:۵۸

د امریکا ولسمشر نن خپل روسي سیال سره په ټیلیفون غږیږي

د امریکا د متحد ایالاتونو ولسمشر جوبایډن به نن پنجشنبه (د مرغومي ۹مه) په ټیلیفون د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره خبرې وکړي.

دا خبرې په داسې وخت کې کېږي چې له پولې سره نژدې ځواکونو د شمېر د زیاتېدو له امله د دواړو هېوادو ترمنځ کړکېچ زیات شوی دی.

په ورته وخت کې له څخه امنیتي تضمین غواړي.

د امریکا د ملي امنیت د سلاکار ویاندې ایمیلي هارن پرون چهارشنبه (د مرغومي ۸مه) په یوه بیان کې وویل چې دواړه مشران به پر یو شمېر موضوعاتو وغږیږي چې په دې کې له روسیې سره په راتلونکي کې ډپلوماټیک روابط هم شامل دي.

بل لور ته ټاکل شوې ده چې د جنوري په لسمه په جنیوا کې د متحد ایالاتونو او روسې چارواکي د مسکو د امنیتي غوښتنو په ارتباط خبرې وکړي چې دې مذاکراتو ته سر له اوسه تیاری روان دی.

مسکو د ختیځ لور ته د ناټو پراختیا ته اندېښنه لري او واشنګټن له اوکراین سره نژدې د روسې پراخ نظامي حضور ته.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement