- 0 څرګندونه
- چاپ
په امریکا کې د یوه وسلوال پر ډزو اته کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

د امریکا د کلوراډو ایالت په ډنور او لیکووډ ښارونو کې د یوه کس د ډزو له کبله اته کسانو ته مرګ و ژوبله اوښنې ده.
پولیسو او سیمه ییزو رسنیو د دوشنبې پر شپه د امریکا په دې ایالت کې د ډزو له درېدو خبر ور کړ.
د راپورونو له مخې، یو وسلوال لومړی د ډنور په فرعي سړک کې ډزې پیل کړې او بیا ګاونډ ښار لیکووډ ته ولاړ او هلته یې له پولیسو سره نښته وکړه.
د رسنيو د راپورونو له مخې، د کولوراډو په دې دوه ښارونو کې د ډزو لړۍ د پېنځه کسان پر وژل کېدو او درې نور پر ټپي کېدو پای ته ورسېده.
د پولیسو د څرګندونو له مخې؛ وسلوال هم لخوا شوی دی.
د ډنور ښار د مټرو په څنده کې پر ډزو دوه ښځې وژل شوي او یو سړی ټپي دی. له ډزو لږ وروسته بریدګر د دولسم او ویلیان سړکونو په څلورلاري کې یو سړی پر ډزو وواژه.
له دې دوه پېښو له ترسره کولو وروسته بریدګر ګاونډ ښار لیکووډ ته ولاړ او هلته د امریکا له پولیسو سره ښکېل شو. د بریدګر او پولیسو ترمنځ د ډزو تبادله د دوه کسانو پر وژل کیدو پای ته ورسیده او بریدګر د پولیسو پر ډزو ووژل شو.
د راپور له مخې، بریدګر په لیکووډ کې د پلورنځي پر یوه کارمند او یو پولیس افسر ډزې کړي او هغو یې ټپیان کړي دي.
د امریکا پولیسو تائید کړې، چې د کلوراډو په مرکز ډنور او لیکووډ ښار کې یوه وسلوال کس ډزې کړې دي.
په دواړو ښارونو کې د برید کوونکي نوم، هویت او انګېزه نده په ډاګه شوې او پولیسو هم په دې اړه چوپتیا غوره