- 0 څرګندونه
- چاپ
د سعودي په مشرۍ ائتلاف یمن کې پراخ پوځي عملیات پیل کړل

##د_سعودي_عربستان په مشرۍ ائتلاف پرون شنبه(د مرغومي ۴مه) په ګاونډي هېواد ##یمن کې ##پراخ_پوځي_عملیات پیل کړل.
دا عملیات وروسته له هغې پیلېږي چې له یمن څخه په توغول شوي توغندي په سعودي عربستان کې دوه کسان ووژل.
دا په وروستیو درېیو کلونو کې د حوثي یاغیانو له خوا چې ایران یې ملاتړ کوي، د خپل ډول له مخې لومړي قتلونه دي.
حوثي یاغیانو خبرداری ورکړی، که د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف خپل تجاوز- ونه دروي، له سختو عواقبو سره به مخامخ شي.
یمن کې له ۲۰۱۴میلادي کال راهیسې کورنۍ جګړه روانه ده چې په نړیواله سطحه په رسمیت پېژندل شوی حکومت په کې د سعودي عربستان په مشرۍ د ائتلاف په مرسته د هغو حوثي یاغیانو پر خلاف جنګېږي چې د شمال زیاتې سیمې یې په کنټرول کې دي.
په یمن کې تر اوسه د هغه څه له کبله چې ملګرو ملتونو د نړۍ تر ټولو ناوړه انساني بحران بللی، په لسګونو زره کسان وژل شوي دي.