- 0 څرګندونه
- چاپ
کندز کې کروندګرو د لیمو وړو باغونو جوړولو ته مخه کړې

په کندز ولایت کې د کروندګرو لېوالتیا د لیمو د وړو باغونو جوړولو ته زیاته شوې ده.
د امام صاحب ولسوالۍ د شېرخان بندر سیمې د محمد نبي په نوم بڼوال وايي چې د نورو کرنیزو محصولات پرتله د لیمو عوايد ښه دي.
نبي وایي: "سږکال د لیمو حاصلات ښه دي خوندور دي. زه په خپل باغ کې د لیمو ۴۰ ونې لرم او د کال هره ونه ۱۰ منه او ۱۵ منه حاصل ورکوي. د نورو کرنیزو توکو پرتله د لیمو عواید ښه دي. همدلته یې هم پلورو او کله یې د امام صاحب او د کندز بازارونو ته یې هم وړو. لس کال کېږې چې ما دغه باغ جوړ کړی دی."
د کندز ښار اړوند د انګور باغ سیمې د نصرالله په نوم یو بڼوال وايي، په یو جریب ځمکه کې یې د لیمو باغ جوړ کړی او سږکال یې ور څخه ۵۰۰ منه لیمو راټول کړي دي.
کروندګر وايي، د لیمو یوه ونه له ۸ منو نیولی ان تر ۱۰ منو پورې لیمو نیسي او اوس مهال دوی ۷ کیلو لیمو په بازار کې په ۶۰۰ سوه افغانۍ پلوري.
د کندز د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ د ریاست چارواکي وايي، د لیمو باغونو په دې ولایت کې ښه پایله ورکړې او په نوموړي ولایت کې په ۴۵ هکتاره ځمکه د لیمو باغونه ولاړ دي.
د معلوماتو له مخې، د لیمو باغونه د مرکز په شمول د دې ولایت په خان اباد، امام صاحب، دشت ارچي، قلعه زال، چهار دره، ګل تپه، اقتاش او علي اباد ولسوالیو کې موجود دي.