پوسټ کوډ ۲۵۴۳۱۱
نیټه خپرول: پنج شنبه ۱۸ لیندۍ ۱۴۰۰ ۱۰:۳۳

بریتانیا: د اوکراین امنیت او خپلواکۍ په دفاع کې مرسته کوو

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیره وايي، هېواد یې د اوکراین د امنیت او خپلواکۍ په دفاع کې مرسته کوي.

لیز تراس پرون چهارشنبه (د لېندۍ ۱۷مه) د لندن په چتم هاوس کې په وینا کې د اوکراین د پولو په اوږدو کې د روسیې د پوځي ځواکونو زیاتېدو ته په اشارې وویل: "تېره اوونۍ ما په استونیا کې له خپلو سرتېرو سره ولیدل او په ریګا ښار کې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې ته لاړم. موږ یو بل ته څرګند پیغام لېږو چې پر اوکراین د روسیې هر ډول یرغل به یوه ستراتیژیکه تېروتنه وي. لکه څرنګه چې د امریکا ولسمشر ویلي موږ د اوکراین په امنیت او دفاع کې مرسته کوو چې هغوی د انرژۍ برخه کې زیاته خپلواکي ترلاسه کړي."

واشنګټن او کیف وايي چې مسکو د ټانکونو او توپونو په شمول لسګونه زره ځواکونه د روسیې په لوېدیځ کې ځای پرځای کړي دي.

اوکراین اټکل کړی چې نژدې ۹۵ زره روسي پوځیان د دغه هېواد پر پوله کې مېشت شوي دي، خو د امریکا استخبارات د اوکراین په پوله کې د دېره شوېو روسي ځواکونو شمېر ۷۰ زره اټکلوي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement