پوسټ کوډ ۲۵۴۳۰۵
نیټه خپرول: پنج شنبه ۱۸ لیندۍ ۱۴۰۰ ۱۰:۱۳

جرمني د ځینو افغانانو ایستلو کې د پاتې راتلو له کبله تر فشار لاندې دی

د جرمني حکومت په خپل وخت د ۲۵ زره افغانانو په ایستلو کې د پاتې راتلو له کبله تر فشار لاندې دی.

جرمني د ۲۵ زره افغانانو د ایستلو او په خپله خاوره کې د هغو له مېشتولو سره موافقه کړې وه خو اکثریت یې لا هم په افغانستان کې پاتې دي.

د فونکې میډیا ګروپ په نوم د ورځپاڼو ډلې د چهارشنبې په ورځ راپور ورکړ چې زرګونه افغانان چې د جرمني له وسله والو ځواکونو سره یې په افغانستان کې مرسته کړې وه، لا هم په دې هېواد کې پاتې دي.

دې ډلې د جرمني د کورنیو چارو وزارت په قول ویلي چې د دغه هېواد چارواکو منلې چې شااوخوا ۲۵ زره افغانانو ته به د مې د ۱۵ او د نوومبر د ۲۶ ترمنځ پناه ورکوي.

د راپور پر اساس، تر ۱۷ زره ډېر افغانان لا هم په افغانستان کې په تمه دي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement