پوسټ کوډ ۲۵۴۰۸۴
نیټه خپرول: دوشنبه ۱۵ لیندۍ ۱۴۰۰ ۰۹:۲۸

د بخښنې نړیوال سازمان: د تاوتریخوالي قرباني افغان ښځې له نړیوالو هېرې شوي

د بخښنې نړیوال سازمان وايي، د طالبانو له واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د تاوتریخوالي قرباني ښځې له نړیوالو څخه هېرې شوې دي.

د جرمني خبري اژانس د راپور له مخې په افغانستان کې د تاوتریخوالي قرباني ښځو د بخښنې نړیوال سازمان یا امنېستي انټرنشنل ته ویلي دي چې طالبانو د امن خونې بندې کړي او هغه بندیان‌یې له محبسونو څخه خوشې کړي چې له ښځو سره په تاوتریخوالي تورن وو.

امنېستي انټرنشنل له ۲۶ افغان مېرمنو سره د مرکو پر بنسټ په یوه راپور کې ویلي دي چې د تشدد قرباني مېرمنې او همداراز د امن خونو مسؤلان، مدافع وکیلان، قاضیان، د اړوندو ادارو چارواکي او د ښځو د خوندیتوب په دې پروسه کې شامل کسان اوس د مرګ له ګواښ سره مخامخ دي.

د بخښنې نړیوال سازمان سکرتر جنرالې انګېس کالامارد (Agnes Callamard) ویلي دي چې په افغانستان کې د جنسیت په اساس د تاوتریخوالي قرباني ښځې او نجونې اوس له پامه غورځول شوي، د خوندیتوب شبکه‌یې ویجاړه شوې او د دوی د امن ځایونه له‌منځه تللي دي.

د پخواني حکومت پر مهال هغه مېرمنې چې د تاوتریخوالي له کبله‌یې خپل کورونه پرېښودل، د امن په خونو کې ساتل کېدلې، خو د زمري په ۲۴مه په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د ښځو د خوندیتوب دا سیستم له‌منځه ولاړ.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement