پوسټ کوډ ۲۵۴۰۶۷
نیټه خپرول: يکشنبه ۱۴ لیندۍ ۱۴۰۰ ۱۶:۱۲

جرمني: طالبان دې عمومي عفو په ټول هېواد کې په ښه توګه عملي کړي

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو له لوري د پخوانیو پوځیانو د وژنې په تړاو د بشري حقونو د سازمانونو د راپور په هکله اندېښنه ښوولې او له طالبانو یې غوښتنه کړې، چې عمومي بښنه دې په ښه توګه عملي کړي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې پر ورځ د لیندۍ پر څوارلسمه د یوې خپرپاڼې په خپرولو د پخواني حکومت د پوځيانو د وژنې او تري تم کېدو په تړاو اندېښنه ښوولې ده.

د جرمني چارواکو په خبره د طالبانو دا ډول کړنه له بشري حقونو سرغړونه او د اعلان شوې عمومي بښنې خلاف دی.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت له طالبانو غوښتي، چې عمومي بښنه دې د افغانستان پر پخوانیو پوځيانو او دولتي چارواکو په ښه توګه عملي کړي، ترڅو ډاډ ترلاسه شي، چې دا عمومي بښنه په ټول هېواد کې پلي کېږي.

دغه راز نوموړي وزارت زیاته کړې، چې د پخواني حکومت د پوځيانو د وژنې راپورونه دې په بېړه او روښانه توګه وارزول شي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی، چې طالبان دې د پخوانیو پوځیانو په تړاو ځوابویونکي وي.

جرمني ویلي، چې د طالبانو د کړنو ارزولو ته دوام ورکوي.

له دې وړاندې امریکا او ځينو اروپايي هېوادونو هم د یوې ګډې خبرپاڼې په خپرولو د پخوانیو پوځيانو د وژنې په تړاو د ارزونې غوښتنه کړې وه.

دا غبرګونونه داسې مهال راځي، چې تېره اوونۍ د بشري حقونو د څار بنسټ د یو راپور په خپرولو ویلي، چې طالبان پخواني پوځيان نیسي یا یې ترور کوي.

طالبانو تراوسه د دې غبرګونونو په تړاو څه ویلي نه دي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement