پوسټ کوډ ۲۵۴۰۳۷
نیټه خپرول: يکشنبه ۱۴ لیندۍ ۱۴۰۰ ۱۲:۵۸

افغان کرکټ بورډ ځینو جامونو لپاره تر ۱۹ کلنو کشره لوبډله اعلان کړه

د افغانستان کرکټ بورډ د اسیايي او نړیوال جامونو لپاره تر ۱۹ کلنو کشره لوبډله اعلان کړه.

کرکټ بورډ تر نولس کلنو د کشرې لوبډلې لپاره شل لوبغاړي د نوومبر له لومړۍ تر دېرشمې پورې د هغه روزنیز کمپ په لړ کې غوره کړل چې په ننګرهار کې جوړ شوی و.

د کرکټ بورډ په وینا لوبغاړي یې د هغوي بدني قوت، د ډګر ساتنې یا فېلډینګ، توپ اچونې او توپ وهنې مهارت ته په پام غوره کړي دي.

ټاکل شوې ده چې د نولس کلنو اسیايي جام د دسمبر په ۱۹مه نېټه په متحده عربي اماراتو کې پیل شي.

په دې سیالیو کې د افغانستان ترڅنګ، هندوستان، پاکستان، بنګله دېش، سریلانکا، کویټ، نیپال او متحده عربي امارات برخه لري.

له دې سیالیو وروسته افغان لوبډله وېسټ انډیز ته ځي چې د نولس کلنو په نړیوال جام سیالیو کې ګډون وکړي.

د افغانستان لوبډله په سي ګروپ کې له پاکستان، زیمبابوې او پي این جي سره لوبېږي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement