پوسټ کوډ ۲۵۴۰۲۶
نیټه خپرول: يکشنبه ۱۴ لیندۍ ۱۴۰۰ ۱۲:۰۴

د پاسپورټ ریاست: ۱۴ نورو ولایتونو کې د پاسپورټ د ورکړې بهیر پیلېږي

ټاکل شوې ده چې سر له سبا دوشنبې (د لېندۍ ۱۵مه) په ۱۴ نورو ولایتونو کې هم د پاسپورټ د ورکړې بهیر پیل شي.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني پر خپل ټویټر د پاسپورټ ریاست د سرپرست له قوله لیکلي چې په فراه، نیمروز، بادغیس، پکتیکا، لغمان، کونړ، تخار،زابل، ارزګان، جوزجان، سمنګان، بغلان، بامیان او پنجشېر کې به دا لړۍ سر له سبا پیل شي.

له دې مخکې (د لېندۍ په ۴مه) په لسو ولایتونو کې پیل شوي وو چې هغه کې پروان، کاپیسا، لوګر، میدان وردک، غزني، دایکنډي، فاریاب، نورستان، غور او بدخشان شامل وو.

د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته په ټول افغانستان کې د پاسپورټ او تذکرو دفترونه وتړل شول، خو وروسته یې یوازې په کابل کې د پاسپورټ دفتر پرانېست.

له دې کبله هغه خلک چې غواړي له افغانستانه ووځي، له ډېرو کړاوونو سره مخامخ شول.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement