پوسټ کوډ ۲۵۳۹۵۸
نیټه خپرول: شنبه ۱۳ لیندۍ ۱۴۰۰ ۱۲:۲۴

پر روسیې د اوکراین دفاع وزیر تور: روسیه احتمالي پوځي تهاجم ته ځان تیاروي

د اوکراین دفاع وزیر اولیکسي ریزنیکوف پر روسیې تور ولګاوه چې د اوکراین پولې ته څېرمه د ۹۴ زره پوځیانو ځای پر ځای کولو سره، په پام کې لري راروانه میاشت په پراخه پیمانه احتمالي پوځي تهاجم ته ځان تیار کړي.

ریزنیکوف چې نن‌یې پارلمان ته وینا کوله زیاته کړه چې کیف به په سیمه کې کړکېچ ته لمن ونه‌وهي، خو که اړتیا وه په ځواب کې په جګړه لاس پورې کړي.

د اوکراین دفاع وزیر وويل، د دوی استخبارات تر ټولو د ناوړه سناریوګانو په ګډون ټولو احتمالي سناریوګانو ته پام کوي.

ده ویلي چې د روسیې له‌خوا د کړکېچ په وړاندې باید چمتووالی ولرو چې ممکن دغه پوځي تهاجم د جنورۍ میاشتې په پای کې وشي.

په وروستیو اوونیو کې د روسیې له‌خوا د اوکراین پولې ته نږدې د څه باندې ۹۰ زره روسي پوځیانو ځای پر ځای کېدلو د امریکا متحده ایالات او د ناټو ګڼ متحدان ځوابي اقدام ته وهڅول.

دوی په وروستیو ورځو کې د اوکراین د خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا پر ملاتړ ټینګار کړی دی.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement