پوسټ کوډ ۲۵۳۹۴۱
نیټه خپرول: شنبه ۱۳ لیندۍ ۱۴۰۰ ۱۰:۳۲

بلېنکن: روسیه باید خپل ځواکونه د اوکراین پولې ته له نږدې سیمو په شا کړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن خپل روسي سیال سرګي لاوروف ته ویلي، روسیه باید خپل ځواکونه د اوکراین پولې ته له نږدې سیمو په شا کړي.

بلېنکن ویلي، امریکا غواړي چې روسیه په سیمه کې د رامنځته شویو ناندریو د حل لپاره ډیپلوماتیکه لاره غوره کړي.

بلېنکن او لاوروف پرون په ستاکهولم کې د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په څنډه کې سره وکتل.

بلېنکن په یوه خبري غونډه کې مسکو ته خبرداری ورکړ چې د اوکراین پر ضد پوځي اقدام به‌یې "په لوړه بیه" ورته پرېوزي.

بلېنکن وايي: "د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سره ملاقات کې مې په ډاګه وویل چې پر اوکراین د روسیې یرغل به جدي عواقب ولري. له دې ډلې د لوړ اغېز اقتصادي اقدامات چې موږ پخوا ترې ډډه کړې ده."

بل لور ته لاوروف بلېنکن ته ویلي، مسکو "اوږدمهاله امنیتي ضمانتونو" ته اړتیا لري چې ختیځ لوري ته د ناټو پراختیا ودروي.

لاوروف خبریالانو ته ویلي: "موږ غواړو ډاډه شو چې غږ مو اورېدل کېږي او اصلي خبره زموږ امنیت دی."

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement