پوسټ کوډ ۲۵۳۹۳۵
نیټه خپرول: شنبه ۱۳ لیندۍ ۱۴۰۰ ۱۰:۰۵

اروپايي ټولنه: د پناه غوښتونکو افغانانو شمېر د پام وړ زیات شوی

په اروپايي ټولنه کې د پناه غوښتونکو افغانانو په شمېر کې د تېرو پنځو کلونو پرتله د پام وړ زیاتوالی راغلی.

د اروپا د پناه غوښتونکو د ملاتړ اداره چې د اروپايي ټولنې په ۲۷ غړو هېوادو، ناروې او سویس کې د کډوالو ارقام ثبتوي، پرون د لیندۍ په ۱۲مه نېټه وویل چې تردې دمه ۷۱۲۰۰ کسانو د سیاسي پناه غوښتنه کړې.

د دې ادارې په وینا له ۲۰۱۶ کال راهیسې دا تر ټولو لوړ رقم دی او په داسې حال کې ده چې یوازې په یوه وروستۍ میاشت کې اروپا ته د رسېدونکو افغانانو په شمېر کې په سلو کې ۷۲ زیاتوالی راغلی.

طالبانو د اګسټ په پنځلسمه پر ټول افغانستان ولکه ټینګه کړه.

د اروپايي ټولنې د ارقامو له مخې په اګسټ کې د افغان پناه غوښتونکو شمېر لس زرو ته رسېده په داسې حال کې چې دا رقم په سېپټمبر کې ۱۷۳۰۰ ته لوړ شو.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement