پوسټ کوډ ۲۵۳۹۱۱
نیټه خپرول: پنج شنبه ۱۱ لیندۍ ۱۴۰۰ ۱۵:۱۶

کابل کې چاودنه وشوه

نن سهار شااوخوا لس بجې کابل بيا د یوې چاودنې شاهد و. نن سهار شااوخوا لس بجې کابل بيا د یوې چاودنې شاهد و.

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند سعید خوستي ته وویل چې دا چاودنه د کابل ښار د ۱۰مې حوزې اړوند د سلیم کاروان په سیمه کې د سړک د غاړې د ماین له امله وه.

ښاغلي خوستي زیاته کړه چې په چاودنه کې چاته زیان نه‌دی اوښتی.

که څه هم عیني شاهدانو په سیمه کې د پرله‌پسې ډزو خبر ورکړی، خو طالبانو حکومت په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

دا په روانه اوونۍ کې په کابل کې دوهمه پېښه ده.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement