پوسټ کوډ ۲۵۳۸۸۵
نیټه خپرول: پنج شنبه ۱۱ لیندۍ ۱۴۰۰ ۰۹:۵۶

نیمروز کې د طالب او ایراني پوله‌ساتو ترمنځ نښته پای ته رسېدلې

د طالبانو حکومت وايي چې د نیمروز ولایت په کنګ ولسوالۍ کې د ایراني او طالب پوله‌ساتو ترمنځ پرونۍ نښته له څو ساعتونو وروسته درېدلې ده.

د طالبانو د حکومت دوو ویاندویانو احمدالله وثیق او بلال کریمي تېره شپه ناوخته په جلا پیغامونو کې ویلي چې نښتې پای ته رسېدلي او د پېښېدو د علت په اړه‌یې لا څه نه‌شي ویلی.

د ایران تسنیم خبري اژانس ویلي چې نښته وروسته له دې پیل شوه چې یو شمېر ایراني کروندګر له هغو دېوالونو واوښتل چې ایران د قاچاقبرو د مخنیوي لپاره جوړ کړي او طالبانو فکر وکړ چې د دوی پر پوله تېری شوی دی.

له بلې خوا په کابل کې د ایران سفارت پر خپله ټویټرپاڼه د خپل هېواد د بهرنیو چارو وزارت د ویاند سعید خطیب‌زاده په قول لیکلي چې د دواړو خواوو د پوله مېشتو ترمنځ اختلاف پر یو بل د ډزو سبب شو، خو د دواړو هېوادونو د پوله‌ساتو په همغږۍ جنجال پای ته ورسېد.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement