پوسټ کوډ ۲۵۳۸۸۴
نیټه خپرول: پنج شنبه ۱۱ لیندۍ ۱۴۰۰ ۰۹:۴۶

سټولټنبرګ: د افغانستان بيارغونې په خاطر ناټو دغه هېواد کې د کړکېچ قرباني شو

د ناټو د پوځي تړون ملکي مشر وايي، ناټو په افغانستان کې ځکه د کړکېچ قرباني شو چې نړیوالې ټولنې له سختدریځو سره د مبارزې په اړه خپل هدف په تېرو دوو لسیزو کې د افغانستان په بیارغونې بدل کړ.

سرمنشي ینس سټولټنبرګ پرون چهارشنبه د لاتویا په پلازمېنه ریګا کې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو له غونډې وروسته وویل: "دا لوی هدف لا سخت ثابت شو، نو موږ باید یقیني کړو چې زموږ د هدف کچه ریالستیکه وي."

ناټو په ۲۰۰۳ م کال په افغانستان کې د نړیوال امنیت ساتونکي ځواک مشري په غاړه واخیسته.

دې ځواک د افغانستان د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو په روزلو کې مرسته وکړه.

سټولټنبرګ وویل، افغان امنیتي ځواکونه د نړیوالو له کلونو ملاتړ سره سره د فساد، کمزوري مشرتابه او پر خپلو پښو د نه‌درېدو له کبله له ستونزو سره مخامخ شول.

ده په عین حال کې وویل چې په راتلونکي کې ناټو باید دا یقیني کړي چې د روزنې هڅې یې د دې لپاره وي چې ځواکونه په خپلو پښو ودرېږي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement