پوسټ کوډ ۲۵۳۸۴۳
نیټه خپرول: چهارشنبه ۱۰ لیندۍ ۱۴۰۰ ۱۴:۳۲

د سوداګرۍ خونه: نن چهارشنبه د کابل-دوبۍ سوداګریزې الوتنې پیلېږي

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د کام ایر شرکت د الوتنو له لارې به د کابل ـ دوبۍ سوداګریزې الوتنې نن بیا پیل شي.

د دې خونې مرستیال یونس مومند نن چهارشنبه (د لېندۍ ۱۰ مه) ازادي راډیو ته وویل چې د دې الوتنو په پیل سره به افغانستان له متحده عرب اماراتو او نورو هېوادونو سره د ورځې د میلیونونو افغانیو په ارزښت سوداګریزه راکړه ورکړه ولري.

نوموړي دا هم وویل چې د کابل – تاشکند سوداګریزې الوتنې به هم په نېږدې راتلونکي کې پیل شي او هڅې روانې دي چې نورو هېوادونو ته هم سوداګریزې الوتنې پیل شي.

د ښاغلي مومند په خبره، د وري یا حمل میاشتې له پیله تر اوسه افغانستان د ۹۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت صادرات درلودل او د سوداګریزو الوتنو له بیا پیل سره به د صادراتو دا کچه نوره هم لوړه شي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement