پوسټ کوډ ۲۵۳۸۱۶
نیټه خپرول: چهارشنبه ۱۰ لیندۍ ۱۴۰۰ ۱۰:۵۴

د کام ایر شرکت: تاشکند ته اوونۍ کې ۲ الوتنې کولی شو خو په یو شرط

د کام ایر هوايي شرکت بنسټګر، زمری کامګار وايي، که د هوايي ټرانزیټ په برخه کې پرتې ستونزې حل شي، دغه شرکت کولی شي راتلونکې اوونۍ له کابله تاشکند او له تاشکنده کابل ته دوې مستقیمې الوتنې وکړي.

د طالبانو یوه ویاند انعام الله سمنګاني پرون په ټویټر کې لیکلي، دا خبرې د طالبانو د مشرانو او د افغانستان لپاره د ازبیکستان د ځانګړي استازي، عصمت الله اریرګاشف سره په کتنه کې وشوې.

ایرګاشیف پرون په کابل کې د طالبانو د رئیس الوزرا له مرستیالانو، ملا عبدالغني برادر او عبدالسلام حنفي سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا، د رېل پټلۍ د پروژې، د انتقالي برېښنا د قراداد پر تمویل او د دواړو هېوادونو ترمنځ د الوتنو پر پیل خبرې وکړې.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement