پوسټ کوډ ۲۵۳۸۱۳
نیټه خپرول: چهارشنبه ۱۰ لیندۍ ۱۴۰۰ ۱۰:۲۵

'FAO': نوومبر کې یو میلیون افغانانو سره مستقیمه مرسته شوې

د ملګروملتونو د خوړو او کرنې اداره (FAO) وايي، یوازې په نوومبر میاشت کې چې پرون یې وروستۍ ورځ وه، په افغانستان کې یو میلیون کسانو د دوی له مرستو په مستقیم ډول ګټه اخېستې ده.

دغې ادارې پرون په یوه ټویټ کې ویلي، دغه مرستې د ژمي په درشل کې کروندګرو ته د اصلاح شوېو تخمونو وې، خو د خلکو اړتیا زیاته او سرچینې په کمېدو دي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په افغانستان کې له نورو کسانو سره د مرستې لپاره د نورې بسپنې غوښتنه کړې ده.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement