پوسټ کوډ ۲۵۳۶۷۰
نیټه خپرول: دوشنبه ۸ لیندۍ ۱۴۰۰ ۱۰:۵۴

د لوګر پاسپورټ ریاست کې د 'طالبانو د دوو ډلو' نښتې مرګ‌ژوبله اړولې

په لوګر کې د طالبانو دوو ډلو نښته کړې چې په نتیجه کې یې ځینو خلکو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

یو شمېر سیمه‌ییزو رسنیو او اژانسونو راپور ورکړی چې یکشنبه په دې نښته کې دوه طالبان وژل شوي او پنځه ملکیان ټپيان دي.

راپورونه زیاتوي چې نښته په پاسپورټ ریاست کې د پاسپورټ د وېش په سر شوې ده.

په لوګر کې د طالبانو چارواکو رسماً په دې تړاو څه نه‌دي ویلي، خو د لوګر د پاسپورټ ریاست یوې باوري سرچینې ته وویل چې نښته د دوی له ساحې دباندې په قراول کې شوې او یوازې یو طالب وژل شوی.

سرچینې د ملکیانو د ژوبلېدو په تړاو څه ونه‌ویل.

په لوګر او شااوخوا اتو نورو ولایتونو کې د پاسپورټ د وېش بهیر له شنبې پيل شوی، خو د راپورونو له مخې د خلکو ګڼې ګوڼې ځينې لانجې جوړې کړې دي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement