پوسټ کوډ ۲۵۳۶۰۳
نیټه خپرول: يکشنبه ۷ لیندۍ ۱۴۰۰ ۱۱:۱۳

میدان وردګ کې د فوټبال سیالۍ؛ اتلولي د استقلال لوبډلې په برخه شوه

په میدان وردګ ولایت کې د فوټبال د غوره لیګ سیالیو اتلولي استقلال لوبډلې وګټله.

د افغانستان د بدني روزنې او ورزش ریاست نن په خپل فېسبوک پاڼه کې لیکلي، دا لیګ درې میاشتې وړاندې پیل شوی و او د استقلال، پامیر، امید وطن، النصره، راشکو بابا، اسماعیل‌ خېل، شاهین، کهنه خمار او د اتحاد تکانه فوټبال لوبډلو په کې ګډون کړی و.

د دې ریاست د معلوماتو پر بنسټ، د دې لیګ پاې لوبې ته د استقلال او پامیر لوبډلې ووتلې چې استقلال ۲-۰ پامير لوبډلې ته ماتې ورکړه او بریا یې خپله کړه.

د افغانستان د بدني روزنې او ورزش لیکي:

په دې لوبو کې نصیر احمد د ۹ ګولونو په وهلو سره د لیګ غوره ګول وهوونکی او محمد نسیم د دې سیالیو غوره ګول ساتوونکی غوره شول.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement