پوسټ کوډ ۲۵۳۵۵۶
نیټه خپرول: شنبه ۶ لیندۍ ۱۴۰۰ ۱۴:۵۲

عراق د بېلاروس-پولنډ پر پوله ایسار عراقیانو ته نورې الوتکې لېږي

عراق خپل هېواد ته د هغو پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو لپاره چې د بېلاروس او پولنډ په پوله کې بند پاتې دي، نورې الوتکې لېږي.

د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې تراوسه پورې یې نژدې ۱۰۰۰ تنه بېرته خپل هېواد ته راوستي دي.

د عراق د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمدالصحاف پرون جمعه وویل، د عراق د هوايي چلند دوه الوتکې به په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې له بېلاروس څخه ۸۶۱ عراقي پناه غوښتونکي بېرته راولي.

د دغو پناه غوښتونکو اکثریت د عراقي کردانو دی.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement