پوسټ کوډ ۲۵۳۵۴۰
نیټه خپرول: شنبه ۶ لیندۍ ۱۴۰۰ ۱۲:۵۷

اذربایجان او ارمنستان پر سرحدونو د نښو پر ایښودلو موافقه وکړه

د اذربایجان او ارمنستان ولسمشرانو د دواړو هېوادونو پر سرحدونو د نښو پر ایښودلو او د اقتصادي او ټرانسپورټي اړیکو پر پیاوړتیا موافقه وکړه.

دا موافقه پرون د لیندۍ په پنځمه د ولسمشر ولادیمیرپوتین په منځګړتوب د روسیې په سوچي ښار کې د اذربایجان د ولسمشر الهام علییف او د ده د ارمن سیال نیکول پاشینیان له کتنې وروسته وشوه.

علییف او پاشینیان له پوتین سره په دې درې ساعته غونډه کې وویل، د دواړو هېوادونو ترمنځ د ناګورناقره باغ د لانجنمې سیمې پر سر د ۴۴ ورځنۍ جګړې د پای ته رسولو لپاره د مسکو په منځګړتوب له ټینګ شوي اوربند راهیسې ډېر څه پاتې دي چې باید ترسره شي.

له خبرو وروسته درې واړو مشرانو ژمنه وکړه چې د اذربایجان او ارمنستان په سرحد کې د ثبات او امنیت د راوستو او د رسمي سرحدونو د نښه کولو لپاره د یوه دوه اړخیز کمېسیون د جوړېدو لپاره به اقدامات کوي.

د دواړو هېوادو ترمنځ د تېرې اوونۍ له خونړیو نښتو وروسته په دې سیمه کې د یوې پراخې جګړې د بیا پیل وېره په زیاتېدو شوه.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement