پوسټ کوډ ۲۵۳۴۳۶
نیټه خپرول: پنج شنبه ۴ لیندۍ ۱۴۰۰ ۰۹:۲۶

کابل ته په بشري مرستو بار یوه قطري الوتکه رارسیدلې

د قطر یوه الوتکه چې په بشري مرستو بار وه، پرون د کابل په هوايي ډګر کې کښېناسته.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت وویل، دا مرسته د قطر د پراختیايي صندوق او د قطر د خیریه موسسې له لوري په ژمي کې له افغانانو سره د قطر د بشري مرستو په لړ کې افغانستان ته استول شوې ده.

په دې مرسته کې ۴۶ ټنه درمل او خوراکي مواد شامل دي.

ملګري ملتونه وايي چې ۱۸ میلیونه افغانان له لوږې سره مخامخ دي.

ګومان کېږي چې را روان ژمی به د افغانانو لپاره خورا سخت او له کړاوونو ډک ژمی وي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement