پوسټ کوډ ۲۵۳۴۳۲
نیټه خپرول: پنج شنبه ۴ لیندۍ ۱۴۰۰ ۰۹:۱۹

هنګري: سږکال پر پولو د یو لک غیرقانوني کډوالو مخه نیول شوې

د هنګري صدراعظم ویکتور اوربان وايي، سږکال د دغه هېواد په پولو کې د څه باندې یو لک غیرقانوني کډوالو چې د بالکان له هېوادونو څخه ورغلي، مخه نیول شوې ده.

ویل کېږي چې ډېری افغانان هم له همدې لارې هنګري او بیا د لوېدیځې اروپا هېوادونو ته پناه وړي.

اوربان په یوه ویدیويي پیغام کې وویل: "اروپايي اتحادیه د اوس په شان هېڅکله تر دومره فشار لاندې نه وه. تل له هرې ممکنې خوا 'اروپا ته' مهاجرتونه وو، خو هېڅکله په یو وخت له درېيو خواوو نه دي شوي."

د هنګري صدراعظم همدا راز وویل، د ورځې له ۳۰ زره تر ۳۵ زره افغانان له افغانستانه مهاجرت کوي، نو پکار ده چې اروپايي اتحادیه دې ته تیاره واوسي چې د بالکان پر مسیر فشار زیاتېږي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement