پوسټ کوډ ۲۵۳۳۹۱
نیټه خپرول: چهارشنبه ۳ لیندۍ ۱۴۰۰ ۱۱:۵۴

طالبان: یوه چينايي کمپنۍ د مسلخونو برخه کې پانګونه کول غواړي

د طالبانو حکومت د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، یوه چينايي کمپنۍ لېواله ده چې په افغانستان کې د مسلخونو په برخه کې پانګونه وکړي.

دې وزارت په خپله وېبپاڼه کې لیکلي چې د ټرېډنګ په نوم د چینايي شرکت مسوول د کرنې او مالدارۍ وزارت له مرستیال مولوي صدراعظم سره په دې اړه کتلي دي.

د دې چینايي شرکت مسوول ویلي دي، حاضر دي چې په افغانستان کې هغه مسلخونه چې د دې شرکت په معیار برابر دي، د طالبانو له حکومت سره په تفاهم په اجاره واخلي او په هغه صورت کې چې د دې شرکت معیارونه و نه لري، نوي مسلخونه جوړ کړي.

په خبر کې د کرنې او مالدارۍ وزارت د مرستیال له قوله ویل شوي، دوی ژمن دي چې له خصوصي سکتور سره همکاري وکړي او فرصتونه ورته برابر کړي او هر شرکت چې پانګونه کوي او څاروي په حلال او اسلامي ډول ذبح کړي، دوی به هوکړه ورسره وکړي.

خو د کرنې او مالدارۍ وزارت نه دي ویلي چې په افغانستان کې څومره مسلخونه شته.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement