پوسټ کوډ ۲۵۳۳۴۷
نیټه خپرول: سه شنبه ۲ لیندۍ ۱۴۰۰ ۱۵:۵۷

د 'فرسټ کلاس'کرکټ سیالۍ؛ خان او نوري په تاریخ کې اوږده ملګرتیا وکړه

په کندهار کې د احمد شاه ابدالي په نوم د افغانستان د ۵ زونونو د لومړۍ درجې یا فرسټ کلاس کرکټ سیالیو په دوام کې پرون امو لوبډلې لوبغاړو جمشېد خان او عبدالواسع نوري نن د بند امیر لوبډلې پر وړاندې د فرسټ کلاس سیالیو په تاریخ کې د اتمې ويکټې لپاره نهمه اوږده ملګرتیا وکړه.

دواړو لوبغاړو سلیزې جوړې کړې او د یو بل په ملګرتیا یې پر ۵۳۰ توپونو ۲۶۳ منډې ترلاسه کړې.

دا سیالۍ چې د روان نوومبر په ۷ مه د سپین غر، بُست، مس عینک، امو او بند امیر لوبډلو ترمنځ پیل شوي، د راتلونکي دسمبر تر ۱۲مې نېټې پورې به دوام لري.

فرسټ کلاس هغه څلور ورځنیو سیالیو ته ویل کېږي چې نړیواله بڼه نه لري، خو د نړیوالو ټېسټ سیالیو ټول اصول او قوانین په کې پلي کېږي.

دغه ډول سیالۍ د پوره غړیتوب لرونکي هېواد په داخل کې ترسره کېږي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement