پوسټ کوډ ۲۵۳۰۳۵
نیټه خپرول: پنج شنبه ۲۷ لړم ۱۴۰۰ ۱۲:۵۱

د کرکټ نړیواله شورا وايي افغانستان کې د کرکټ ملاتړ ته دوام ورکوي

د کرکټ نړیواله شورا وايي، په افغانستان کې د کرکټ ملاتړ ته دوام ورکوو.

په افغانستان کې له وروستیو سیاسي بدلونونو وروسته د کرکټ نړیوالې شورا یا (ICC) په خپله ناسته کې مهمه پرېکړه وکړه او د افغانستان له کرکټ څخه‌یې ملاتړ اعلان کړ.

تر دې مخکې داسې اوازې وې چې ښايي په افغان لوبډلې او کرکټ بورډ بندیزونه ولګول شي، خو د بورډ له ناستې وروسته «ICC» ویلي چې د افغان کرکټ ملاتړ ته ژمنه ده او هڅه کوي چې په افغانستان کې د کرکټ د غوړېدو لپاره لا ډېر کار وکړي.

د کرکټ نړیوالې شورا یوه کمېټه هم وټاکله چې دا کمېټه به د افغانستان کرکټ څاري او په اړه به‌یې د شورا بورډ ته راپور ورکوي. په دې کمېټه کې عمران خواجه، راس مک‌کولم، لاسن نایډو او رامیز راجه شامل دي.

د کرکټ نړیوالې شورا په وېب‌پاڼه کې د «ICC» د رئیس ګریګ بارکلي له قوله ویل شوي چې د کرکټ نړیوالې شورا بورډ ژمن دی چې په افغانستان کې د ښځو او نارینه‌وو د کرکټ د ودې لپاره کار وکړي او هڅه کوي چې په افغانستان کې له نوي حکومت سره ښه تعامل ولري چې د کرکټ په وده کې ګټور تمام شي.

بارکلي زیاتوي، کرکټ په افغانستان کې هغه لوبه ده چې د مثبت بدلون لامل شوې او د خلکو ترمنځ‌یې یووالی راوستی، په همدې خاطر هڅه کوي چې د افغانستان کرکټ وژغوري.

د بارکلي په وینا دوی د افغانستان کرکټ له نږدې څاري او حالاتو ته په کتو به‌یې په اړه پرېکړه کوي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement