پوسټ کوډ ۲۵۲۹۶۰
نیټه خپرول: چهارشنبه ۲۶ لړم ۱۴۰۰ ۱۳:۲۶

د کندهار سوداګرۍ خونه د فابریکو د تړلو په اړه اندېښمنه ده

د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونه په دې ولایت کې د ډېرو فابریکو د تړلو په اړه اندېښنه ښيي.

د دې خونې مرستیال فضل الحق مشکاني نن چهارشنبه (د لړم په ۲۶مه) ازادي راډیو ته وویل، د طالبانو له واکمنېدو سره تراوسه چې له درې میاشتو زیات وخت تېرېږي، د برېښنا او خامو موادو د نشتوالي او د بانکي ستونزو له امله د ډېرو فابریکو فعالیتونه درېدلي دي.

ښاغلی مشکانی وايي، پخوا په کندهار کې ۴۵۰ لویو او وړو فابریکو فعالیت کاوه، خو اوس له ۲۰ تر ۲۵ فابریکې له جنراټوره په استفادې سره فعالیت کوي.

د مشکاني په وینا دې فابریکو مالوچ، غوړي، خوراکي توکي، مرمر ډبرې، صابون او پلاستیکي لوښي تولیدول.

نوموړی زیاتوي د دې فابریکو په تړل کېدو سره په سلګونو کسان هم وزګار شوي دي.

د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال وايي، څو ځله یې دا ستونزه له مسوولو چارواکو سره شریکه کړې ده او هغوی ژمنه ورسره کړې چې دا ستونزه به ژر حل کړي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement