پوسټ کوډ ۲۵۲۷۹۰
نیټه خپرول: دوشنبه ۲۴ لړم ۱۴۰۰ ۱۰:۳۸

د کرکټ شل اوریز نړیوال جام؛ پایلوبه اسټرالیا وګټله

د نړیوال جام پایلوبه کې استرلیا له نیوزیلنډ سره مخامخ وه چې په اتو وېکټو یې مقابلې لوبډلې ته ماتې ورکړه.

په دې لوبه کې اسټرالیا د ټاس یا پچې په ګټلو سره توپ اچونه غوره کړه، نیوزیلنډ د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره د اسټرالیا لوبډلې ته د۱۷۳ منډو هدف وټاکه.

اسټرالیا په نولسم اور کې دې هدف ته ورسېد او د لومړي ځل لپاره‌یې د نړیوال شل اووریز جام اتلولي خپله کړه.

د اسټرالیا د لوبډلې کپټان ارون فېنچ وویل: "موږ په خپلې ډلې ډېر زیات باور درلود دا چې زموږ ټيم تر ټولې نړۍ له غوره او مناسبو لوبغاړو جوړ دی، خو باور وکړئ چې شل اووریزو لوبو کې ښه بخت ته هم ضرورت لرئ. خو موږ ډېر ښه کرکټ وکړ. موږ ټيمونه تر فشار لاندې راوستي وو او یوه بریدګره لوبه مو وکړه."

د اسټرالیا په توپ وهونکو کې میچل مارش تر نورو ډېرې ۷۷ منډې وکړې او خپله لوبډله‌یې اتله کړه.

ترڅنګ‌یې ډېوېډ وارنر ۵۳ او ګلین مکسویل ۲۸ منډې وکړې.

دا د شل اوورونو لومړنی جام دی چې اسټرالیا یې ګټي، خو له دې وړاندې یې پنځه ځله د پنځوس اووریزه نړیوالو سیالیو جام ګټلی دی.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement