پوسټ کوډ ۲۵۲۴۸۶
نیټه خپرول: چهارشنبه ۱۹ لړم ۱۴۰۰ ۱۳:۳۸

فوټبال؛ توپان-د شاهین او سیمرغ- د هندوکش پر وړاندې لوبېږي

په کابل کې د فوټبال امن جام سیالیو په لړ کې نن توپان هریرود د شاهین اسمايي او سیمرغ البرز د هندوکش عقابانو پر وړاندې لوبېږي.

د دې سیالیو د تېرې ورځې په لوبو کې بیا توپان هریرود میوند اتلانو ته دوه د یو پر وړاندې ماتې ورکړه.

د تېرې ورځې په بله لوبه کې چې د سیمرغ البرز او اباسین څپې ترمنځ ترسره شوه، سیمرغ البرز دوه د صفر پر وړاندې اباسین څپې لوبډلې ته ماتې ورکړه.

دا سیالۍ د تېرې جمعې په ورځ د شپږو لوبډلو ترمنځ د لیګ په شکل پیل شوې او د افغانستان د فوټبال فدراسیون د مسولینو په وینا لس ورځې دوام کوي.

دا پر کابل د طالبانو له واکمنۍ وروسته په کوردننه د فوټبال سترې سیالۍ دي چې ترسره کیږي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement