پوسټ کوډ ۲۵۲۴۱۱
نیټه خپرول: سه شنبه ۱۸ لړم ۱۴۰۰ ۱۴:۵۴

نوی کابل بانک: کابل ښار کې ۱۶ څانګې د خلکو پرمخ پرانيستل شوې

د افغانستان نوي کابل بانک د یوې خبرپاڼه په خپرولو سره خپلو ټولو ګډونوالو ته اعلان کړی چې په کابل ښار کې يې ۱۶ څانګې د دوی پرمخ پرانيستي دي.

دغه بانک ويلي چې دوی نه يوازې په کابل بلکې په ۳۲ ولايتونو کې هم خپلې څانګې پرانيستي دي او د دې بانک ګډونوال کولی شي چې خپلې راکړې ورکړې په اسانۍ سره ترسره کړي.

د افغانستان د نوي کابل بانک په خبرپاڼه کې دا هم ويل شوي چې له دې وروسته خلک کولی شي د برق د بېلونو پېسې هم د تحویلۍ لپاره دغه بانک ته راوړي.

ياد بانک په داسې حال کې دغه اعلاميه ورکوي چې د طالبانو له راتګ وروسته د بانکي خدمتونو پڅ بهیر خلک له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ کړي دي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement