پوسټ کوډ ۲۵۲۳۸۹
نیټه خپرول: سه شنبه ۱۸ لړم ۱۴۰۰ ۱۲:۰۹

د نړۍ د تر ټولو شتمن کس 'اېلن ماسک' د ونډو ارزښت ولوېد

د نړۍ د تر ټولو شتمن کس د ونډو ارزښت ۶۰ میلیارډه ډالره ولوېده.

وروسته له دې چې اېلن ماسک په ټویټر کې له خلکو نظر وغوښت چې ایا د خپل ټیسلا شرکت د ونډو یوه برخه وپلوري او اکثره خلکو مثبته رایه ورکړه، د ټېسلا د ونډ‌و ارزښت ۶۰ میلیارډه ډالره ولوېده.

په وروستیو کې د امریکا د کانګرس ډموکرات غړیو د میلیارډرانو د مالیو یوه طرحه وړاندیز کړه او ښاغلي ماسک پر خپله ټویټرپاڼه له خلکو وغوښتل چې که دوی موافقه وکړي حاضر دی چې د ټېسلا کمپنۍ ۱۰ سلنه ونډه چې ۲۱ میلیارډه ډالره کېږي، وپلوري او په مالیه کې یې ورکړي.

د یکشنبې په ورځ د نظر غوښتلو لپاره ټاکل شوې موده پوره شوه. درې نیم میلیونه تنو نظرونه شریک کړل چې د هغو له منځه ۵۸ سلنې له ایلن ماسک څخه غوښتي چې خپلې ونډې وپلوري او په مالیه کې یې ورکړي.

ماسک لا د خلکو د نظرونو په وړاندې غبرګون نه و ښکاره کړی چې د ټېسلا ونډو د دوشنبې په ورځ نژدې ۶۴ سلنه، یعنې په هره ونډه کې ۸ ډالره تاوان وکړ.

'سي. اېن. اېن' ټلوېزیون وايي، د دې معنی دا ده چې ټېسلا په خپلو ونډو کې ۶۰ میلیارډه ډالره تاوان کړی دی.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement