پوسټ کوډ ۲۵۲۱۷۷
نیټه خپرول: شنبه ۱۵ لړم ۱۴۰۰ ۱۵:۴۰

شوکت میرضیایف بیا د ازبیکستان د ولسمشر په توګه لوړه وکړه

شوکت میرضیایف پرون جمعه د یوې بلې پنځه کلنې دورې په مخه د ازبیکستان د ولسمشر په توګه لوړه وکړه.

ښاغلي میرضیایف په هغو مراسمو کې چې نن شنبه (د لړم په ۱۵مه) په تاشکند کې جوړ شول، پر قران کریم او د ازبیکستان پر اساسي قانون لاس کېښود او د وفادارۍ لوړه یې پرځای کړه.

میرضایف د اکتوبر د ۲۴مې نېټې په انتخاباتو کې بریالی شو.

لویدېځو څارونکو وویل چې د دې انتخاباتو اساس رښتیني رقابت نه و.

د ۶۴ کلن میرضیایف پر وړاندې څلور حکومت پلوي کاندیدان چې ډېر خلکو نه پېژندل، ولاړ وو چې په نتیجه کې یې ده په سلو کې ۸۰،۱ رایې وګټلې.

د اپوزیسیون درېیو ګوندونو ته اجازه ورنه کړل شوه چې په انتخاباتو کې نوم لېکنه وکړي او یا خپل کاندیدان معرفي کړي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement