پوسټ کوډ ۲۵۱۶۶۸
نیټه خپرول: شنبه ۸ لړم ۱۴۰۰ ۰۹:۴۹

راشد خان له پاکستان سره په ۲۰ آوریزه سیالۍ کې ۱۰۰ ویکټې پوره او ترټولو ګړندی بالر شو

د افغانستان کرکټ لوبډلې تکړه بالر راشد خان د جمعې پر ورځ له پاکستان سره د ۲۰ آوریزه سیالۍ په سوپر ۱۲ ګروپ کې د دوه ویکټو پر ترلاسه کولو ۱۰۰ هغه پوره او تر ټولو ګړندی بالر ونومول شو.

راشد خان دغه ویاړ هغه مهال خپل کړ، چې په خپله ۵۳ شل آوریزه لوبه کې یې د پاکستان له محمد حفیظ وېکټه واخیسته.

هغه د سریلانکا له لاسیټ ملینګا وروسته تر ټولو ګړندی توپ اچونکی شو. ملینګا په ۷۶ شل آوریزو لوبو کې دا ویاړ ترسره کړی دی.

راشد خان نن د پاکستان پر وړاندې په لوبه کې څلور آورونه وکړل؛ دوه یې ویکټې واخیستې او ۲۶ منډې یې جوړې کړې؛ خو پاکستان د افغان ملي لوبډلې هدف پوه او لوبه یې وګټله.

لاسیټ ملینګا د ۱۰۷ ویکټو په لرلو سره دوه یم ځای او د نیوزیلنډ لوبډله ساوټي ۱۰۰ شل آوریزو لوبو کې درېیم ځای لري.

راشد څلورم بالر دی، چې په شل آوریزو لوبو کې یې ۱۰۰ ویکټې د ترلاسه کړي او له ده مخکې د بنګله دېش لوبډلې غړي شکیب الحسن دی ۱۱۷ ویکټې خپلې کړې دي.

د پاکستان پر وړاندې د جمعې د ورځې په سیالۍ کې افغان لوبډلې لومړی توپ وهنه وکړه او پاکستان ته یې د ۱۴۸ منډو هدف وټاکه؛ خو په ځواب کې یې پاکستان ښه توپ اچونه وکړه، چې په وروستیو کې د کریم جنت پر مټ څلور شپږیزې ووهل شوې او پاکستان پر ۵ ویکټو بریا خپله کړه.

راشد یوازې ۲۳ کلن کړندی بالر دی، چې تېر کال هم د آی سي سي د  ۲۰ آوره لوبو د لسیزې غوره لوبغاړی ونومول شو او د دغو لوبو په ترټولو لنډ فارمیټ کې یې د پام وړ هڅې ترسره کړې.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement