پوسټ کوډ ۲۵۱۵۷۰
نیټه خپرول: چهارشنبه ۵ لړم ۱۴۰۰ ۱۵:۵۹

ترکمن چارواکي پر ټاپي پروژې د خبرو لپاره کابل ته سفر کوي

ټاکل شوې ده چې ترکمن چارواکي پر ټاپي پروژې د خبرو لپاره کابل ته سفر وکړي.

دا ۱،۸۰۰ کیلومتره اوږد پایپ‌لاین به د جوړېدو په صورت کې له ترکمنستان څخه د کال ۳۳ میلیارد مکعب ګاز پاکستان او هندوستان ته ولېږدوي.

طالبانو د خپل حکومت د کانونو او پترولیم د سرپرست وزیر محمد عیسي اخوند په قول په یوه خبرپاڼه کې ویلي، له څه مودې راهیسې په دې سخت کار کوي چې پر ټاپي پروژې کار پیل شي.

محمد عیسي اخوند کابل ته د ترکمنستان د پلاوي تر سفر مخکې په کابل کې د ترکمنستان له سفیر سره ولیدل.

د طالبانو په وینا د ترکمنستان پلاوی به د شنبې په ورځ کابل ته په دوه ورځني سفر ورشي.

د افغانستان د مخکېني حکومت په مهال د دې پروژې سروې او د ډیزاین کارونه بشپړ شول، خو د طالبانو له لوري ناامني سبب شوه چې کار یې بشپړ نه‌شي.

 

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement