پوسټ کوډ ۲۵۱۵۵۹
نیټه خپرول: چهارشنبه ۵ لړم ۱۴۰۰ ۱۵:۱۲

تاجکستان: سږکال افغانستان سره سوداګرۍ راکړه ورکړه زیاته شوې

تاجکستان وايي، د سږ کال په لومړیو ۹ میاشتو کې یې له افغانستان سره سوداګري راکړه ورکړه زیاته شوې ده.

د تاجکستان د حکومت له ارقامو سره سم، د جنورۍ له لومړۍ د سېپټمبر تر پایه پورې د دوو هېوادونو ترمنځ راکړه ورکړه ۷۶ میلیونه او ۷۰۰ زره ډالرو ته رسېدلې چې دا د تېرکال د ورته مودې پرتله په سلو کې ۳۵ اعشاریه ۵ ډېره ده.

د افغانستان او تاجکستان ترمنځ سوداګري د طالبانو تر واک ته رسېدو مخکې میاشتو کې وغوړېده.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement