پوسټ کوډ ۲۵۱۵۵۲
نیټه خپرول:
چهارشنبه ۵ لړم ۱۴۰۰
۱۳:۴۴
- 0 څرګندونه
- چاپ
د ایران اټمي مرکچي علي باقري له انریک مورا سره ګوري

ټاکل شوې چې د ایران اټمي مرکچي علي باقري کَني نن چهارشنبې د دې هېواد لپاره د اروپايي ټولنې له استازي انریک مورا سره وګوري.
دا کتنه داسې مهال کېږي چې اروپايي ټولنې او امریکا ویلي، له ایران سره د ۲۰۱۵ میلادي کال د اټمي موافقې د احیا کولو په اړه خبرو د بیا پیل لپاره د دوی هڅې روانې دي.
باقري کَني په روانه اوونۍ کې پر ټویټر ولیکل چې بروکسل ته روان دی او هلته به د داسې خبرو ته دوام ورکړي چې نتیجه به ولري.
کَني به نن له مورا سره چې له ایران سره د بریتانیا، چین، فرانسې، جرمني، روسیې او متحدوایالاتونو د مذاکراتو چارې سمبالوي په بروکسل کې وګوري.
لویدیځو چارواکو له ایران سره د مذاکراتو په پیلولو کې د هغه ځنډ له کبله چې د ایران د ولسمشرۍ د انتخاباتو پر مهال راغی، اندېښنه څرګنده کړې ده.